د ننګرهار له مرکزي زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ تنه ازاد شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۱:۳۱
ننگرهار

د امیرالمٶمنین (حفظه الله) د فرمان پربنسټ د ننګرهار د استيناف محکمې، د استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ د مسوولينو په ګډون جوړ شوي کمېسیون د دغه ولایت د مرکزي زندان د بندیانو دوسیې په کره توګه وڅېړلې، چې په ترڅ کې یې له نوموړي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په اصولي او قانوني توګه د ۶۶ تنو د خوشې پرېکړه صادره کړه.
له دې فرمان څخه هغه بندیان، چې جرمونه یې کم وي او یا ورته مقابل لوري(مدعي عليه) بخښنه کړې وي برخمنېدای شي.
د ننګرهار ولایت له مرکزي زندانه د خوشې شویو کسانو په استازولۍ شېرعلي او محمد ابراهیم خبرې وکړې او د یاد زندان له مسوولینو څخه یې له دوی سره د ښه سلوک او ورته د ښو امکاناتو برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې له دې روسته به خپل ژوند له اسلامي اصولو سره سم پرمخ وړي.
د یادولو وړ بولو، چې د دغې فرمان له مخې به تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې د ننګرهار ولایت د مرکزي د ټولو بندیانو جرمي دوسیې په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د یو بل خبر له مخې، د ا.ا.ا د عامې روغتیا د محترم وزارت یوه پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال  د دغه ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه او د یاد زندان روغتیايي کلینیک یې وارزاوه، په روغتیايي برخه کې یې عمده ستونزې یاداشت او د زندان له مسوولینو سره یې په خبرو کې د هغو د حل ډاډ ورکړ. 
داراز، نوموړي پلاوي د ننګرها په مرکزي زندان کې بندیانو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د مسوولینوهلې ځلې وستایلې.

جمادي الثاني ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS