د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ۶۵ توقیفیان له یوې ښوونیزې دورې څخه فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۹
توقیف

د زندانونو چارو د سمون ادارې پورې اړوندې د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې توقیفیانو ته د ادارې د ښوونې او روزنې ریاست له خوا د دیني او شرعي علومو د زده کړې له برابر شوي پروګرام څخه ۶۵ تنه توقیفیانو د زده کړې لومړۍ دوره تمامه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته په دې پروګرام کې د ګډون له امله مننلیکونه ورکول شول.
په دې مراسمو کې، چې د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث سادات، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د هېواد د عدلي او قضايي اورګانونو او د نوموړې توقیفخونې یوشمېر مسوولینو شتون درلود، وینا والو یې د یادې ښوونیزې دورې ګډوالو ته په خبرو کې وویل: « تاسو باید له دې فرصت څخه ډېره ګټه واخلئ، دیني او شرعي علوم ښه زده کړئ، په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه واخلئ او نورو ته یې هم ورزده کړئ».
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې پورې اړوندې د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونه کې د دغو زده کړو بهیر په دوامداره توګه جاري دی او توقیفیان په کې په ډېرې لېوالتیا او مینې برخه اخلي.

ربېع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS