د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې له خوا د ننګرهار او پروان ولایتونو له زندانونو سره مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې، د سړې هوا په رارسېدو سره د خپلې اړوندې مرکزي برخې له لورې، د نوموړو ولایتونو زندانونو ته یو اندازه کمپلې واستولې، چې د یادو ولايتونو د زندانونو د مسوولينو له خوا تېره ورځ په پوره امانتولۍ پر زندانیانو وويشل شوې.
ربېع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست
