د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د هېواد د سترې محکمې له صلاحیت لرونکو استازو سره د یوې ځانګړې غونډې پرمهال پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۰
معاون پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې د ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي برخو یوشمېر نورو مربوطه رئیسانو شتون درلود نن( چهارشنبې) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، د افغانستان د سترې محکمې د جزا د دیوان له رئیس محترم مفتي عتیق الله او د تفتیش ریاست مرستیال محترم مفتي عبدالولي سره وکتل او د بندیانو پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
دواړو خواوو په یاده غونډه کې، د ازادۍ سلب مرکزونو ته د متهمینو او محکومینو د جذب، تسلیمۍ او ازادېدو په بهیر کې د محاکماتي چارو پر وړاندې د ننګونو او حللارو په اړه له حقوقي، مسلکي، تخنیکي او شرعي اړخه هراړخیز بحث او نظرونه تبادله کړل.
د زندانونو چارو د سمون اداره هڅه کوي، څو د هېواد له عدلي او قضايي اورګانونو سره په همکارۍ د بندیانو، تورنو او محجوزینو دغې مهمې غوښتنې ته د رسېدنې، یعنې د دوسیو پروخت څېړلو لپاره لازمې قانوني حللارې او اسانتیاوې برابرې کړي.

ربېع الثاني ۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS