د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۴:۲۳
خوست

د محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، وړمه ورځ له یاد زندانه د لیدنې په ترڅ کې یې د مسوولینو له خوا د ترسره شويو فعالیتونو او د زندانیانو ځینو روا غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په اړه غور او خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د دغې ادارې عمومي رئیس او د یاد پلاوي مشر محترم مولوي محمد یوسف "مستري" وايي: « په ټوله کې مو د یادو موضوعګانو ترڅنګ، د خوست ولایت د زندان مسوولینو ته د بندیانو د محاکماتي چارو پر چټکتيا ټینګار او د بندیانو ستونزو ته مو د پروخت رسېدنې په اړه لارښوونې وکړې».
همداشان، د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو هم پلاوي سره، دوی ته د سپارل شویو کارونو د ښه پرمختګ، د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو رعایتولو او د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د هغوی د اصلاح کېدو اړوند خپل فعالیتونه، نظرونه او پلانونه شریک کړل، چې د پلاوي له خوا وستایل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

ربېع الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS