د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۹
نظامی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل پاسوال مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر د نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو، هغوی ته مناسب امنیتي چاپېریال برابرولو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

دې ناستې په پای کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.

 

رمضان المبارک ۰۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

BACK TO NEWS