د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د سمنګان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳۵
سمنگان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ د سمنګان  ولایت د زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې یې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د سمنګان ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او نوموړو هم د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند په موخه د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د زندانیانو او پرسونل لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS