د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس د ننګرهار له زندانه ليدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په داسې حال کې چې د ادارې مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" یې هم ملتیا کوله ننګرهار ته سفر وکړ او هلته یې د هغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د دې زندان زندانیانو د محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې دا غوښتنه به یې د قانون په چوکاټ کې عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړې، څو ورته پر وخت رسېدنه وشي او ترڅنګ به يي د زندانيانو اساسي اړتیاوې په لومړيتوب کې ونيسي.
همداشان، محترم مولوي "مستري "د یاد ولایت د زندان د تعميراتي چارو، د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، روغتیايي، امنیتي پوستې، ټاورونه، قراولونه وارزول او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې چې د زندان چارو د لا ښه والي او د زندانيانو د ژوند ښه کولو، او د امنيتي تدابيرو پیاوړتیا په برخو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
په پای کې، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید د عمومي رئيس د ملاتړ او سپارښتنو هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړله چې د ادارې لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
جمادي الثاني ۲۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت