د پکتیا ولایت د زندان لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۴۶
پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د پکتیا ولایت د زندان د ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو. 
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوی پکتیا ته په سفر ولاړ او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم قاري عبدالغني "عادل" د دې ولایت د زندان د نوي رئیس په توګه د زندان ملکي او نظامي پرسونل  ته معرفي او نوموړي هم رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړله.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، نوموړي د دې زندان له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت نوي رئیس محترم قاري عبدالغني عادل د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه او زیاته یې کړله چې موخه مې خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم. 

په ورته وخت کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم کتلي او د هغوی لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، روغتیايي چارو، امنیتي پوستو او ټاورونو وضعیت یې هم وارزوه او د شته ستونزو د حل او لا ښه امنیتي چاپېریال د رامنځ ته کولو په هدف یې اړوندو مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.


جمادي الثاني ۱۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

BACK TO NEWS