د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه محبس کې (۴۳) تنو ښځينه محبوسینو  د شپږ میاشتیني خیاطۍ برنامې، (۱۹) تنو د سواد زده کړو او (۳۵) تنو د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د ازموینې ممتازو  زده کوونکو په پار ستاینغونډه جوړه شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۶
تعلیم تربیه

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د ښاري محکمې د درېم زون عمومي رئیس محترم مفتي هدایت الله "رحماني"، د دې ولایت د څلورم زون د دیوان جزا ښاري محکمې رئیس محترم مولوي حمدالله "احمدي"، یو شمېر مسوولینو او دیني  عالمانو او ښوونکو شتون درلود یادو محبوسینو ته د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت د خبرو ترڅنګ د یادې برنامې برابرول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې له دې سره به دوی وکولی شي د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک سیرت په ژوند کې عملي کړي.

همدا راز، نوموړي زیاته کړه چې د محکومینو د اصلاح لپاره زندان یو اصل دی نو لازمه ده چې نوموړي کسان عبرت واخلي او له  خپلو تیر کړنو څخه لاس په سر، تقوا غوره او خپلو  زده کړو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د عدلي او قضايي اورګانونو مسوولینو هم په خپل وار سره یادو مراسمو کې د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، د خوښۍ ځای دی چې د دغې برنامې تر چتر لاندې زندانیان د خپل بند په موده کې دیني، عصري او حرفوي زده کړې کوي د دې مودې تر پوره کېدو وروسته د یو اصلاح شوي وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای کېږي.

داراز، نوموړو مسوولینو یادې فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې زیاته کړي، هغه څوک چې په دیني برنامو کې یې برخه اخېستې وي او د اصلاح نښې په کې ښکاره شوي وي نو دوی به د سترې محکمې له عالي مقام سره یاده موضوع شریکه او له هغوی به وغواړي څو ستاسو د حبس په موده کې عفوه او تخفیف راولي.

همداشان، د یاد محبس محبوسینو هم په محبسونو کې دننه د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندانونوچارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو څخه یې د مننې تر څنګ، د نورو دیني، عصري او حرفوي برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

دغه مراسم، (۹۶) تنو غارغو شویو محبوسینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او د خیر دعا په کولو پای ته ورسېدل.

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS