د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د یو بلاک جوړولو چارو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۹
ولایتی

ولایتي خبرونه (غزني، میدان وردګ، بامیان)

د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د یو بلاک جوړولو چارو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

 

د غزني ولایت د زندان په انګړ کې د زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه په یاد زندان کې د یو بلاک جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د  غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وايي، یاد بلاک د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

د دې زندان رئیس زیاتوي چې د بلاک جوړول یوه عاجله اړتیا وه او کوښښ مو دا دی څو په زندان کې د زندانیانو لپاره د اوسېدو غوره او منظم چاپېریال رامنځ ته کړو.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت د زندان په انګړ کې د زندانیانو د زده کړو لپاره یو ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دې زندان امر محترم مولوي صلاح الدین زیاتوي نوموړی ځای د څو تنو خیر خوا وګړو په مالي لګښت جوړ شوی چې په یو وخت کې لسګونه تنه زندانیان کولی شي چې د دغه پاخه ځای څخه ګټه پورته کړي.

 

بل خوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د بامیان ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار  پای ته ورسېد

د نوموړې ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د بامیان ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې، مدیریتي چارو، سوانحو او د ګمارنې په برخه کې ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د یاد ولایت د زندان مسوولینو دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړونې په هدف مهم وګڼل او له یاد ریاست له مسوولینو  څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه او له ګډونوالو څخه یې وغښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو چارو کې ښه ګټه واخلي څو په کاري چارو کې ېې نیمګړتیاوو ته د پای ټکۍ کېښودل شي.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښی په څرګندولو سره د دغه ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او یادې ادارې څخه يې د ورته برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.

 

ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS