د فاریاب د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله "زاهد" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
محرم الحرام ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت