د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۶:۱۶
نمایشګاه کتاب

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په نوښت د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله مرکزي زندان زندانیانو لپاره د کتاب لوستنې اوونۍ په پار د یولړ مراسمو په ترڅ کې دوه ورځینی نندارتون پرانیستل شو.

په یاو مراسمو کې د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاری حبیب الله "بدر"، د ملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطف الله "حکیمي"، د نوموړې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو رئیس محترم مولوي عبدالعلیم "ځانواک" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو ګډون درلود.

د زندانونو چارو د سمون ادراې د نظامي چارو مرستیال د یادو مراسمو ګډونوالو ته د خبرو پرمهال په زندان کې د کتاب د مطالعې دودول یو مثبت ګام وباله او له زندانیانو څخه یې وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه ګټه واخلي او خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" زیاته کړه، دغې ادارې د مرکز او ولایتونو په ټولو اړوندو زندانونو کې زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او موخه یې له ټولنې سره د متدینو، سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه د دوی بیا یوځای کېدل دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطف الله "حکیمي" هم یادو مراسمو ته د وینا په ترڅ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه مننه وکړه چې د هېواد په زندانونو کې یې زندانیانو ته د ژوندانه د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، خو هیله یې څرګنده کړه چې زندانیان باید له دغو پروګرامونو څخه د ځان د بیا اصلاح لپاره ګټه واخلي او په راتلوونکې کې له ناوړو کړنو ډډه وکړي.

داراز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي د کتاب خپرولو رئیس ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د زندانیانو د فکري جوړښت او د دیني پوهې زیاتولو په موخه به هرکال د یو اندازه کتابونو مرسته کوي.

همداشان، د کتاب لوستنې په پار د څرخي پله مرکزي زندان کې د کتاب د نندارتون د پرانیستنې په اړه د جوړو شویو مراسمو نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او د ګټورو، علمي دیني او عصري علومو په هکله د کتابونو لوستل یې د لوستونکو پرذهن اغېزمن وګڼل.

تر یادو مراسمو وروسته، ټولو ګډونوالو د نوموړي نندارتون د چمتو کوونکو له خوا نندارې ته اېښودل شوي کتابونو وکتل. 

 

ذوالقعدة الحرام/۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS