د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۳۱
رییس ارکان

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د دې توقیفخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې. 
داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه.
همدا راز، پلاوي نوموړو توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به له عدلي او قضایي ارګانونو سره موضوع شریکه کړي څو په وخت یادې ستونزې ته رسېدنه وشي، او د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته يې د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS