ولایتي خبرونه (نورستان- فاریاب-غور) د نورستان ولایت د ښځينه محبوسینو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۳:۴۲
ولایتی

د دغه ولایت د ښځينه محبوسینو سره د یونیسف له لوري د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې د ښځينه محبوسینو لپاره ژمني کالي او داسې نور لازم توکي موجود وو چې د یاد زندان او د یونیسف د مسوولینو له لوري په پوره شفافیت سره په د نوموړي محبس په ښځینه محبوسینو وویشل شول.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان مسوولینو له دغې ادارې څخه د یادې مرستې په موخه مننه وکړه او ترڅنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یوبل خبر له مخې، د فاریاب ولایت د مرافعې محکمې څخه راغلي پلاوي د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړه

د فاریاب ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ د دې ولایت د مرافعې محکمې څخه راغلي پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د جرمي دوسیو د څېړلو د هغوی د ژوندانه د وضعیت او د بشري حقونو د خوندیتوب په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د همکاریو ډاډ ورکړ.   


بل لور بیا د غور  ولایت د مقام له لورې د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره مرسته وشوه

دغه مرسته چې د یاد ولایت د مسوولینو لورې د نوموړي مرکز سره شوې په کې دوه لمریز بایلرونه، د اوبو د دوه ذخیرې دوه بطرۍ او یو شمېر نور برښنايي توکې شامل وو چې د دې ولایت د د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز مسوولینو ته وسپارل شول.
د غور ولایت د ماشومانو او اصلاح او روزنې مرکز امر د یاد ولایت مقام مسوولینو څخه د یادو مرستو مننه وکړه او پو نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو هم غږ  وکړ چې نوموړي مرکز سره ورته مرستې و کړي.
د غور ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو په وینا دا اداره تل هڅه کوي څو د کال د هر موسم په راتلو سره سم محجوزینو ته په بیلابیلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

رجب المرجب- ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS