د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۴:۴۹
آمرین

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او  د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او  یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي عبدالقیوم د داخلي پلټنې ریاست د مالي او عملیاتي پلتنې د امر په توګه، محترم حامد د یاد ریاست د څېړنې او ارزونې د امر په توګه، محترم مولوي محمد یونس سحر د کابل ولایت د توقیفخونې ریاست د پالېسۍ او مسلکي چارو د سمبالښت امر په توګه، محترم مولوي عبدالعلي د دعوت او ارشاد په ریاست کې د ملا امام په توګه، محترم مولوي شهید الله "خالد" د فرمانونو د پلې کولو امر په توګه، محترم ډاکټر سید اقا موسوي نژاد د شخصیتي دوسیو د امر په توګه، محترم مولوي حبیب الله د سمونملۍ په بست کې د کابل ولایت  د نارینه توقیفخونې د امر په توګه او محترم مولوي رحمت الله د سمونملۍ  په بست کې د مخدره توکو سره د مبارزې توقیفخونې د نظامي مدیر  په توګه د اړوندو  امریتونو او مدیریتونو پرسونل ته وپېژندل شول.
محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، محترم مولانا له مخکینیو امرینو او مدیرانو څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له ګومارل شویو امرینو او مدیرانو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په پای کې نویو ګومارل شویو امرانو او مدیرانو چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

رجب المرجب – ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS