د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مرکزي برخو د پرسونل او زندانیانو پخلنځي څخه ليدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۸
دیدار رییس عمومی از طعالن خانه

محترم مولوي محمد یوسف "مستري"، د ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" د ادارې له بېلابېلو چارو څخه د ارزونې په ترڅ کې دا ځل کابل کې د مرکزي ریاستونو او برخو د ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو لپاره د پخلنځي له وضعیت څخه لیدنه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په دې لیدنه کې، د یاد پخلنځي د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او هغوی هم په دې اړه ورته لازم معلومات وړاندې کړل.
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته نوموړو مسوولینو او پخوونکو ته د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: « دا زمونږ او ستاسو ټولو مسوولیت دی چې په دې پخلنځي کې له چمتو شویو خوړو څخه استفاده کوونکو په ځانګړې توګه زندانیانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړو، څو الله(ج) او د هغه بنده ګان راڅخه راضي شي.»
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو د بېلابېلوبرخو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

رجب المرجب-۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS