(پکتیکا – سمنګان) د پکتیکا ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو لپاره یوه توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیکا د زندان مسوولینو د دې ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو لپاره یوه توقیفخونه چې د یادو ولسوالیو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعاله او د ګټې اخیستنې تر څنګ د خوشامند، ډیلي او ګومل ولسوالیو توقیفخونو لپاره منظور شوی تشکیل هم ولېږدوه.
د پکتیکا ولایت د زندان د مسوول محترم مولوي محمد هاشم حقاني په وینا یاده توقیفخونه په معیاري ډول جوړه او تر لسګونو تنو پورې د توقیفیانو د ساتنې ظرفیت لري چې تر ډیره بریده به د یادو ولسوالیو د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.
په ورته وخت کې، دغه مسوولین زیاتوي چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو له ملکي او نظامي مسولینو سره یې امنیت د ټنګښت په اړه د خبرو ترخوا د توقیفخونو د اړوندو چاروې وضعیت هم ارزولی دی.
د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د زندان يوتن پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) د چپلکو په واسطه دياد ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسې په ترڅ کې رسماً اړوندو برخو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شو.
ربیع الثاني ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت