د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي یې د زابل ولایت له والي او ښاروال سره ولیدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۱۶:۳۹
روز دوم زابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت له والي محترم مولوي حزب الله "افغان" او ښاروال محترم مولوي لطف الله "لطفي" سره په جلا جلا توګه وکتل او د دې ولایت د زندان پر اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې چې محترم والي د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ولایت د زندان د مسوولینو له لوري زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل د زندانیانو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه ‎او په ښه توګه یې د هغوی ساتنه او پالنه کړې ده.
په ورته وخت کې، محترم قاري همدرد د دې ولایت له والي او د مقام له چارواکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زندانیانو ته د ښو خدماتو وړاندې کول او د هغوی ساتل  زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی نو اړینه ده چې د روزنې او پالنې په موخه یې په ګډه سره کار وکړو او  د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.
همداراز، د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې له محترم والي څخه وغوښتل چې د چارو د لا چټکوالي په موخه د زندان مسولینو ته هم په اداري غونډو کې بلنه ورکړي څو د یاد زندان ستونزې او غوښتنې د ولایت له مقام سره شریکې او په ګډه د حل په لارو چارو کې پرې غور وشي چې د محترم والي له خوا په خوښۍ سره یاده غوښتنه ومنل شوه.
داراز، محترم مولوي افغان د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته ډاډ ورکړ چې نوموړې ادارې سره به په دوامداره توګه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، محترم قاري همدرد د زابل ولایت له ښاروال سره په کتنه کې د دې ولایت د زندان په سرسبزۍ او اړوندو نورو خدماتو غوښتنه وکړه چې د ښاروال له لوري ورته په یاده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي سفر به د هېواد له یو شمېر نورو زندانونو څخه هم دوام ولري. 

ربیع الثاني ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS