د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالی له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د میدان وردګو ولایت د زندان امنیتي مرستیال محترم مولوي عزیزالله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د سید اباد ولسوالی له توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد ولایت توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه نوموړو ته ډاډ وکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.
پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توفیقیانو محکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
ربیع الاول ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت