د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالی له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Sep 23 2023 12:02 PM
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د میدان وردګو ولایت د زندان امنیتي مرستیال محترم مولوي عزیزالله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د سید اباد ولسوالی له توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد ولایت توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه نوموړو ته ډاډ وکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.
پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توفیقیانو  محکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ. 

ربیع الاول ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS