د هرات زندان په صنعتي برخه کې یو شمېر زندانیانو ته په ببلابیلو شاپونو کې زده کړې ورکړل شوې
د هرات ولایت د زندان مسوولینو په وینا د یوې میاشتې په دننه کې یې لسګونو تنو زندانیانو ته د خیاطۍ او بوټ جوړونې په شاپونو کې روزنې ورکړې دي چې دمګړۍ زیات شمېر جامې او بوټونه د نوموړي زندان د زندانیانو له لورې جوړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
داراز، نوموړو مسووولینو زیاته کړه چې د صنعت په برخه کې د دې ولایت زندانیانو ته د پوه او تجربه لرونکو استادانو له لورې زده کړه ورکول کیږي چې د بند مودې پای ته رسیدو څخه وروسته به د یو سالم وګړي په توګه د خپل کسب او کار له لارې خپلو کورنیو او ټولنې ته د خدمت وړ ورګرځي.
صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت