د هرات زندان په صنعتي برخه کې یو شمېر زندانیانو ته په ببلابیلو شاپونو کې زده کړې ورکړل شوې

news_admin
Thu, Sep 14 2023 12:47 PM
هرات

د هرات ولایت د زندان مسوولینو په وینا د یوې میاشتې په دننه کې یې لسګونو تنو زندانیانو ته د خیاطۍ او بوټ جوړونې په شاپونو کې روزنې ورکړې دي چې دمګړۍ زیات شمېر جامې او بوټونه د نوموړي زندان د زندانیانو له لورې جوړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.  
داراز، نوموړو مسووولینو زیاته کړه چې د صنعت په برخه کې د دې ولایت  زندانیانو ته  د پوه او تجربه لرونکو استادانو له لورې زده کړه ورکول کیږي چې د بند مودې پای ته رسیدو څخه وروسته به  د یو سالم وګړي په توګه د خپل کسب او کار له لارې خپلو کورنیو او ټولنې ته د خدمت وړ ورګرځي.

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS