د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۶:۵۸
تشلناخد

د زندانونو چارو د سمون ادارې په وړاندیز او د ا.ا.ا د رئیس الوزرا په منظورۍ  په یاده اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې، په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې د ادارې د پلان او پالېسۍ مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د ادارې کشف او پراتیفي رئیس محترم مولوي عطاء محمد "محمد"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د صحیې رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم قاري محمد ګل "جګرخون" یې د کابل ولایت د توقیقخونو  د رئیس او محترم میر محمد "مجدود" د تدارکاتو  د رئیس په توګه جلا جلا د ادارې پرسونل ته وپژندل شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" ّد یادو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل په ادارو کې ادلون او بدلون یو اصل دی او د چارو د ښوالې او پرمختګ لپاره په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي.

داراز، نوموړي د کابل ولایت د توقیفخونو  او تدارکاتو پخوانيو رئیسانو څخه مننه وکړه او د هغوی تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نویو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د هر راز نه ستړې کېدونکې هلوځلو څخه دریغ ونه کړي.

همدا راز، په دندو نویو ګمارل شویو رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل زمونږ موخه منسب نه بلکې خپلو هېوادوالو ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوو او  راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره ريښتینوالۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوو او د چارو د ښه پر مخه وړلو په موخه به خپلوهلو ځلو ته دوام ورکړو . 

 

 صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس په ترکيې هیواد کې د (ICPA) له عمومي رئيس سره وکتل

د  افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" ترکیې هیواد ته خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زندانونو د روزنې او اصلاح نړیوالې ټولنېی یا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۶
Background image

ولایتي خبرونه: (تخار، پکتیکا، بادغیس، غور) د تخار ولایت د زندان (۱۱۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

BACK TO NEWS