د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس په ترکيې هیواد کې د (ICPA) له عمومي رئيس سره وکتل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
turka

د  افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" ترکیې هیواد ته خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زندانونو د روزنې او اصلاح نړیوالې ټولنېی یا (ICPA) له عمومي رئيس محترم انیس یاووز "ییلدریم" سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي روزنې، د بندیانو د اصلاح، زده‌کړې، کارموندنې او د هغوی د بوختیاوو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو پر اړتيا مفصلې خبرې وکړې.

د (ICPA) عمومي رئيس د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د هڅو ستاینه وکړله او د یادې ادارې رئيس او ورسره پلاوي د (ICPA) په ۲۷م نړیوال کنفرانس کې ګډون مهم وباله.

همداراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د (ICPA) له عمومي رئيس څخه مننه وکړله او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره دې د راتلونکو کنفرانسونو او روزنیزو پروګرامونو په اجنډا کې شامله وساتل شي.

باید یادونه وکړو چې دغه لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا او په زندانونو کې د اصلاحي برنامو او روزنې په برخو کې د تجربو د تبادلې پر لور یو مثبت ګام بلل کېږي.

 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS