د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې
ياده ناسته، چې نن( یکشنبې) د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاه"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د مرکزي ملکي او نظامي برخو د رئیسانو، امرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې په محبسونو کې د محبوسينو لپاره له اړتیا سره سم د پي سي او (PCO) ټلیفوني خدمتونو د اسانتياوو، ادارې ته د مراجعینو د ننوتولو د کړنلارې او په رسمي مراسلاتو کې د واټسپ له لارې د مکتوبونو او استعلامونو ځواب ورکولو په هکله هراړخيزې خبرې اترې وشوې.
داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" وویل: چې د ادارې د چارو او فعالیتونو لا ښوالي په پار به د ریاستونو له پرسونل سره په دوامداره توګه کاري ناستې ولري او د هغوی ستونزې او غوښتنې به له نږدې اوري.
په ورته وخت کې، یو شمېر مسوولینو هم د کارونو او دندو د لا ښه توب او ګړندیتوب په هدف خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې په هکله اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ نننۍ ناسته، د دعایې په ویلو سره پایته ورسېده.
محرم الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
محرم الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت