د ننګرهار ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست پلاوي د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه
              محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر استازي مولوي خان زمان "حقاني"  او مل  سره په لیدنه کې د دې زندان د پرسونل او  زندانیانو د درسي بهیر په اړه یې خبرې اترې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي تر یادې لیدنې وروسته د دغو درسونو له بهیر څخه ارزونه وکړه، هغه یې اړینې او  دا پرسونل د فکري روحيې او کاري ظرفیت لوړونې په موخه لازمې وبللې.
همدا راز ، پلاوي د ننګرهار ولایت د  زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه چې په زندان کې یې د پرسونل او زندانیانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه زمینه برابره او په دې برخه کې یې تل کوټلي ګامونه پورته کړي دي. 
د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو  مرستندویه ماموریت (یوناما) ولایتي استازي د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو لړ مربوطه موضوعګانو  یې بحث وکړ. 
همدا شان، نوموړي استازي د بامیانو زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل او ورسره د یاد ولایت له مسوولینو  له خوا د ښه چلند څخه یې مننه کړه. 
ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
