د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۵۰ بستریز روغتون نوی قوماندان وټاکل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" له لورې د یادې ادارې د ۵۰ بستریز روغتون لپاره ملا محمد حلیم اخند د نوي قوماندان په توګو د نوموړي روغتون ملکي او نظامي پرسونل ته وروپژندل شو.
محترم مولوي اسدالله مولانا د۵۰ بستریز روغتون د مخکیني قوماندان کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني قوماندان سره د ښه امنیت په موخه د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
دا راز د زندانونو چارو د سمون د ادارې د ۵۰ بستریز روغتون نوي قوماندان محترم ملا محمد حلیم "اخند" ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې شوي مسوولیتونه به پر وخت او په پوره امانتوالۍ ترسره کوي.
ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت