د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د ننګرهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او ورسره پلاوی تېره ورځ ننګرهار ته په رسمي سفر ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې او مسوولینو سره پراړندو مسایلو د بحث ترڅنګ، د یاد زندان له زندانیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی د ژوند د وضعیت ارزونه یې وکړه او مسوولین یې د هغوی د ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه متوجه کړل.
بلخوا، د ننګرهار ولایت د زندان ځینو زندانیانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له یاد پلاوي څخه یې مننه وکړه چې د دوی د حال او وضعیته یې ځان خبر کړ.
نوموړو زندانیانو زیاته کړه، چې د زندان مسوولین ورسره ښه چلند کوي، د حال پوښتنه یې کوي او ورته د ښوونې او بیا روزنې زمینه برابروي، خو له پلاوي یې وغوښتل: « چې که مو زموږ د جرمي دوسیو ژر څېړلو لپاره زمینه برابره کړه، نو دا به مو پرموږ لوی شفقت وي».
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر له یادو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې دې غوښتنې ته به یې د ادارې د رهبرۍ په همکارۍ رسېدنه وشي او له هغوی یې وغوښتل، څو په دغه زندان کې د ښوونیزو، روزنیزو او کسب زده کړې له پروګرامونو او اسانتیاوو څخه ډېره استفاده وکړي او د هغو پرمټ دې په زندان کې د بند د ټاکل شوې مودې ترپایته رسېدو وروسته دې خپلې ټولنې، خلکو او وطن ته د سالمو وګړو په توګه د ښه خدمت جوګه شي.
ذوالحجه-۱/۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
