د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۲:۱۹
پروان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تفتیش رئيس محترم  مولوي ضیاالرحمن "سعید" په مشرۍ چې د کشف، سلب ازادۍ او عدلي او قضايي ارګانونو سره د همغږۍ ریاستونو استازي هم ورسره ول، پروان ته تللي او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعاتو په هکله بحث کړی دی.
یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک اوبو او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
همداشان، محترم مولوي "سعید" او مل پلاوي یې د پروان ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او په هره برخه کې یې ورته له اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وکړه.
پلاوي داراز، د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې. 

د ذو القعدې ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه محترم مولوي سهیل "سعید" چې تر دې مخکې د پکتیا ولایت د زندان رئیس  و، د ننګرهار  ولایت د زندان د نوي رئی. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۱۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کابل او ۳۳ ولایتونو  د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل کړ

دغه سمینار د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکز او ۳۳ ولایتونو د ښوونې او بیا روزنې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې برنامو د ښه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"،. . .

BACK TO NEWS