د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د غزني ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۵:۲۷
غزنی 1

د نوموړي رياست د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ يوه پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د غزني ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ غزني ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی. د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي. شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS