د خوست ولایت په زندان کې امنیتي کمرې ولګول شوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۲:۴۶
خوست

د خوست ولایت د زندان امریت د مسوولینو له لورې د زندان او پرسونل د لا ښه امنیت په موخه د زندان دننه او امنیتي قراولونو کې امنیتي کمرې ولګول شوې، چې پرمټ به یې د زندان دننه او بهر ساحې تر څار او کنټرول لاندې وي.
د زندان چارو د سمون اداره د مرکز او ولایتونو په کچه د زندانونو د امنیت لا ښه خونديتوب لپاره تل هڅه کوي، څو خپلې ټولې برخې په نوې امنیتي ټیکنالوژۍ سمبالې کړي.
د یو بل خبر له مخې، د خوست د زندان بېدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له یو تن پایواز څخه چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي د خوست ولایت زندان ته ولیږدوي، د کره تلاشۍ پر مهال کشف، ضبط او لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل.

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۲۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د سفرونو په لړ کې دا ځل د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

ولایتي خبرونه:(بغلان، سرپل) د بغلان ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته ی

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د فراه ولایت له زندان څخه لیدنه او ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS