د خوست ولایت په زندان کې امنیتي کمرې ولګول شوې

news_admin
Wed, Apr 19 2023 12:46 PM
خوست

د خوست ولایت د زندان امریت د مسوولینو له لورې د زندان او پرسونل د لا ښه امنیت په موخه د زندان دننه او امنیتي قراولونو کې امنیتي کمرې ولګول شوې، چې پرمټ به یې د زندان دننه او بهر ساحې تر څار او کنټرول لاندې وي.
د زندان چارو د سمون اداره د مرکز او ولایتونو په کچه د زندانونو د امنیت لا ښه خونديتوب لپاره تل هڅه کوي، څو خپلې ټولې برخې په نوې امنیتي ټیکنالوژۍ سمبالې کړي.
د یو بل خبر له مخې، د خوست د زندان بېدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له یو تن پایواز څخه چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي د خوست ولایت زندان ته ولیږدوي، د کره تلاشۍ پر مهال کشف، ضبط او لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل.

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS