د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د څرخي پله زندان د تعلیمي مرکز قومندانۍ چارې وارزولې
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" کابل کې د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قومندانۍ څخه لیدنه وکړه او له مسوولینو، ښوونکو او روزونکو سره یې د ادارې د نظامي پرسونل لپاره د برابروشویو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د پلې کولو بهیر په اړه خبر اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، د یاد مرکز مسوولینو، ښوونکو او روزنکو د ادارې نظامي مرستیال ته له خپله اړخه د نوموړي بهیر لپاره د هرراز چمتوالي او تیاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ، د ځینو اړتیاوو یادونه هم وکړه.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د دغه مرکز له مداومینو سره وکتل، هغوی د یاد مرکز د ښوونکو او روزونکو له ښوونیز او روزنیز میتود او ښه چلند څخه خوښي وخوده او ژمنه یې وکړه، چې ترلاسه کړې زده کړې او روزنې به په جدي توګه په خپلو چارو کې عملي کوي.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" له کابل او والایتونو څخه ګډونوالو مداومینو ته د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د کیفیت لا ښه والي لپاه د تعلیمي مرکز مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو د زندانونو ملکي او نظامي پرسونل لپاره د چارو د ښه پرمخ وړلو، شفافیت او مسلکي توب په موخه د ښوونیزو، روزنیزو پروګرامونو پلې کولو او عملي کولو لازمې زمینې برابروي، چې له نېکه مرغه دې سره د ادارې په چارو کې مناسب پرمختګ راغلی دی.
شعبان المعظم ۲۲/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
