د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
لغمان

د زندانون چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله" مولانا" او د پېژند عمومي مدیرمحترم مولوي شاه محمد "مفکر" په ګډون یوه پلاوي د ننګرهار او لغمان ولایتونو له زندانونو د لیدنې تر څنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همداشان، محترم نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" او مل پلاوي یې د دغو ولایتونو له بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او په هره برخه کې یې ورته له اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وکړه.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال  د نوموړو ولایتونو له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل او په دغو ولایتونو کې یې د یادې ادارې پورې اړوندو ازادۍ سلب مرکزونو سره پر همکارۍ بحث او د نظر تبادله وکړه.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د ننګرهار په زندان کې روانې رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې او د ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو غښتلتیا ده.

شعبان ۱۴/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS