د زندانونو چارو د سمون ادارې یو لوړپوړي پلاوي خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۶:۴۱
khust

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په ملتیا یو پلاوي تېره شپه ناوخته خوست ته د خپل سفر پرمهال، د دغه ولایت د زندان د وضعیت د ارزونې په موخه له مسوولینو سره وکتل او پر اړوندو مسایلو، ترسره شویو فعالیتونو، بندیانو ته د وړاندې شویو خدمتونو، برابرو شویو اسانتیاوو او ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د خوست ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل لپاره یې د زندان مسوولین متوجه کړل.
داراز، پلاوي د دغه زندان له اعاشوي، اباتوي، اداري، رغنیزې او امنیتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
همداشان، پلاوي د خوست له محترم مرستیال والي سره وکتل او د دې ولایت د زندان اړوند مسایل ورسره شریک کړل، چې د محترم والي له خوا ورته په ولایتي کچه د زندان د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
بلخوا، یاد پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه هم لیدنه وکړه، له مسوولینو سره یې پر مربوطه موضوعګانو خبرې وکړې او له بندیانو سره یې هم د هغوی پر غوښتنو او ستونزو تر بحث وروسته د رسېدنې ژمنه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل په دې هڅه کې دي، څو د مرکز او ولایتونو د زندانونو وضعیت له نږدې وارزوي او پرخپل وخت یې اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۱۱/ ۱۴۴۴    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې

د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د پکتیکا والي محترم   الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

BACK TO NEWS