د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د تغذیې په اړه دوه ورځينی سیمینار پایته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۱:۴۰
icrrc

دغه سیمینار، چې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د تغذیې، د زندانونو چارو د کارپوهۍ او اقتصادي تامیناتو د برخو د مسوولینو له خوا د مرکز سربېره د شاوخوا (۱۰) ولایتونو د زندانونو مسوولینو لپاره تېره ورځ پیل او نن(سې شنبې) پایته ورسېد، په کې د نارینه او ښځینه بندیانو، او محجوزینو لپاره د خوړو د کیفیت او د تابلو یا مینو د څرنګوالي په اړه عامه پوهاوی ورکول شو.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "استحاقزي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، یاد سیمینار بندیانو او محجوزینو ته د خوړو د ښه برابرولو په برخه کې د لازمو او ګټورو مسایلو په پام کې نیولو لپاره ډېر اغېزناک وبلل شو او له ګډونوالو یې وغوښتل شول، څو په سیمینار کې د تغذیې په اړه ترلاسه کړي معلومات د بندیانو او محجوزینو د خوړو چمتو کوونکو او پخوونکو سره په ښه ډول شریک کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د نوموړو برخو مسوولینو هم د سیمینار د برخه والو پر ګډون د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل:« موږ ډاډه یو، چې په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي له لاې به د خوړو داسې یوه مینو یا تابلو جوړه کړلی شو، چې په معیار برابره وي، هرې ښځینه او هر نارینه بندي او هر ماشوم محجوز ته د خوړو مناسبه اندازه او غذايي او روغتیايي ګټې یې په پام کې نیول شوې وي، چې دا موږ ته ډېره مهمه ده».
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره د نارینه او ښځينه بندیانو او محجوزینو لپاره د پر وخت، مناسبو، ګټورو او د یوې معیاري مینو پربنسټ د خوړو برابرول او د دغې انساني حق ادا کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

جمادي الاول ۲۷/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د څارنې او ارزونې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس او د کابل ولایت د توقیفخونو ریاست له کانتینونو څارنه او ارزونه وکړله

د دې ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د سلب ازادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۸:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په نامه د اېکس ډېر جعلي اکونټونه جوړ شوي چې د محترم قاري صاحب بدر پورې هیڅ تړاو نه لري.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په نامه د اېکس ډېر جعلي اکونټونه جوړ شوي چې د محترم قاري صاحب بدر پورې هیڅ تړاو نه لري.

د محترم لوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د افغانستان لپاره  د سره صلیب نړيوالې کمېټې مسوول او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مسوول او مل پلاوي  سره د نوموړي زندان له زندانیانو د سره د هغوی د کورنیو غړیو د لیدو کتو (پایوازۍ ) بهیر او د  هغوی د. . .

BACK TO NEWS