د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۵:۴۴
ننګرهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د رهبرۍ کچې یو شمېر مسوولینو په ګډون یوه پلاوي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې لومړی د دغه ولایت له مرکزي زندانه لیدنه او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
پلاوي دې خبرو اترو کې، په سمدستي توګه د دغه ولایت د زندان هغو بېړنیو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کړې، چې په ولایتي کچه د حل وړ وې، او هغه چې حل یې ډېر وخت ته اړتیا لرله او په مرکزي مربوطه مسوولینو پورې یي اړه لرله د حل ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې، د محترم مستري په مشرۍ یاد پلاوي په ننګرهار ولایت کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې له روغتون څخه هم لیدنه وکړه، او هلته یې د ناروغانو د عیادت ترڅنګ، د یو لړ مراسمو پرمهال د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده، چې مالي لګښت یې د ولایت د مقام له خوا ورکول کېږي او په یوه وخت په کې شاوخوا ۵ سوه تنه لمونځ کوونکي لمونځ کولی شي.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس او مل پلاوي یې تر دې مراسمو وروسته د نوموړي ولایت له محترم والي سره وکتل.
دواړو خواوو د دې کتنې پرمهال، په دغه ولایت کې یادې ادارې پورې اړوندو ازادۍ سلب مرکزونو سره پر همکارۍ بحث او د نظر تبادله وکړه.
همداشان، پلاوي د ننګرهار ولایت ښځینه زندان او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز وضعیت له نږدې وارزاوه او مربوطه مسوولینو ته یې د یاد زندان د ښځینه بندیانو او د مرکز محجوزینو د حالت لا ښه والي او ستونزو ته د رسېدنې لپاره مناسبې لارښوونې او توصیې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.

ربېع الثاني ۲۰/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS