د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې له خوا د بامیانو ولایت له زندان او بنديانو سره مرسته وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې زندانونو او بندیانو ته د پاملرنې په ترڅ کې د خپلې اړوندې مرکزي برخې له خوا، د نوموړي ولایت زندان ته د کمپلو، پټوانو، جورابو، صابون، د جامو مینځلو پوډرو او د غاښونو د کریم او برسونو په ګډون ژمني او روغتيايي توکي استولي وو، چې د باميانو ولايت د زندان د مسوولينو له خوا تېره ورځ په بشپړې روڼتیا او امنتولۍ پر زندانیانو وويشل شول.
دغه راز، له مرکزه یاد زندان ته د روغتيايي کلينيک او پخلنځي اړوند ځینې توکي او وسایل هم استول شوي وو، چې د زندان مسوولينو مربوطه برخو ته وسپارل.
ربېع الثاني ۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست
