د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو ریاست مسوولینو لپاره لومړنی ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه د دغې ادارې په بېلابېلو برخو کې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په لړ کې، له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو ریاست له خوا د ټولو ولایتونو د زندانونو اړوندو امرینو لپاره ۷ورځینی ښوونیز سیمینار پایته ورسېد، چې په کې د دندو د لایحو د پوهاوي زیاتولو، زندانونو ته د تورنو کسانو د جذب د څرنګوالي، د بې برخلیکو تورنو د برخلیک روښانه کولو او د تورنو او بندیانو د رخصتۍ او تبدیلۍ په اړه د حقوقي او قانوني مسایلو زده کولو په موخه لازم معلومات او روزنې ورکړل شوې دي.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو، د ریاست الوزرا د مقام د فرامینو د تطبیق او د پالېسۍ او مسلکي رئیسانو او یوشمېر ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، ویناوالو په خپلو خبرو کې د سیمینار له ګډونوالو د مربوطه چارو پرمهال په عدلي او قضايي مسایلو پورې اړوند د دغو مهمو زده کړو په ښه توګه عملي کولو او نورو همکارانو سره یې پرشریکولو ټینګار وکړ.
یاد مراسم، په نوموړي سیمینار کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو د ریاست (۵۰) تنو امرینو ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پایته ورسېدل.
ربېع الاول- ۲۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست