د غزني د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د مالستان ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۹:۱۷
غزنی

د محترم محمدهاشم "حقاني" په مشرۍ د یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو څخه جوړ یوه پلاوي تېره ورځ، د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې، د یادې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د نوموړې توقیفخونې مسوولینو پلاوي ته د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ځینو ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل، چې پلاوي د یادو فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د ستونزو د حل لپاره ژمنه وکړه.
دغه راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، هغوی په خپلو خبرو کې د دې توقیفخونې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه وکړه، خو له پلاوي یې وغوښتل، څو د دوی ځینو مهمو او روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي، چې پلاوي ورته تر خپله وسه د رسېدنې ډاډ ورکړ.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د غزني ولایت د زندان او توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت رسېدنه کوي.

ربېع الاول-۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS