د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۲
55

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم "جهادیار" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالطیف"سجاد" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړلې.

داراز، د محترم مولوي سجاد په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

جمادي الاخر ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم "جهادیار" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالطیف"سجاد" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، پکتیا) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د مطالعې په اړه ازموینه واخیستل شوه

د دغه زندان امر محترم ملا حکمت الله "خطاب" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، دا ډول ښوونیزو پروګرامونو برابرول یې د زندانیانو د فکري پوهې لوړولو، د اسلامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د خوست په زندان کې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه ترسره شوه

دغه سیالۍ، د یاد ولایت د زندان په هڅو او د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د زندانیانو ترمنځ د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت په اړه ترسره شوې، چې د نوموړي. . .

BACK TO NEWS