د خوست په زندان کې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه ترسره شوه
دغه سیالۍ، د یاد ولایت د زندان په هڅو او د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د زندانیانو ترمنځ د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت په اړه ترسره شوې، چې د نوموړي ولایت د زندان (۱۸۹)تنو زندانیانو په کې ګډون کړی و.
د یاد زندان مسوولینو په خبره، د دې سیالۍ موخه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له مبارک سیرت سره د زندانیانو بلدتیا کې زیاتوالی، د دیني او اسلامي معلوماتو پیاوړتیا او د نبوي اخلاقو او لارښوونو د زدهکړې او عملي کولو هڅونه وه.
په یاده غونډه کې، د خوست ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي فیض الله "فیاض"، د استخباراتو رئیس محترم الحاج مولوي محمد هاشم "شفیق"، ښاروال محترم حافظ عبدالرشید "عمري"، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم رئیس مولوي محمد صابر "صابري"، د عامې روغتیا محترم رئیس محترم مولوي "عکرمه"، د نوموړي زندان امر محترم قاري سمیع الله "مجنون"، قومي مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و.
د نوموړي ولایت د زندان امر د یادو مراسمو پرمهال، په خپلو خبرو کې وویل؛ دغه سیالي د زندانیانو ترمنځ د دیني پوهاوي، علمي هڅونې او فکري روزنې په برخه کې یو ارزښتناک ګام یادکړ.
همداراز، ویناوالو د خبرو پرمهال، د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د زدهکړې پر ارزښت، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند د مبارک مسیر پر پېژندلو، د زندانیانو د فکري او اخلاقي اصلاح، د علم او مطالعې پر اهمیت او په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړلې.
همداشان، ویناوالو د دې ډول علمي او فرهنګي پروګرامونو ترسره کول د زندانیانو د فکري روزنې، مثبت بدلون او اصلاح لپاره مهم ګام وباله او د دا ډول ګټورو فعالیتونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې، د سیالۍ له ګډونوالو څخه (۱۶) تنه مخکښ او غوره ګډونوال وپېژندل شول، چې له ډلې یې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د الفجر ساعتونه او پاتې (۱۳) تنو غوره ګډونوالو ته ساعتونه د ډالیو په توګه ورکړل شول.
جمادي الاخر ۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
