د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند پرسونل لپاره د ټرافیکي زده کړو ښوونیز او روزنیز کورس پای ته ورسېد

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۳۷
دریوری

یاد کورس، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مسوولینو په غوښتنه او د مرور شرطې عمومي ریاست په همکارۍ پیل شوی و، ګډونوالو ته په واټونو کې د اصولي تګ راتګ، د ټرافیکي اشارو، نښو، مقرراتو او د زندان اړوند وسایطو چلولو د څرنګوالي او ځینو نورو ټرانسپورټي تخنیکي ګټورو موضوعګانو په هکله لازم او هراړخیزه روزنه ورکول شوه.

په ورته وخت کې، د ټرافیکي روزنو د کورس په پای کې د کابل ولایت د مرور شرطې عمومي ریاست مسوولینو له لورې ګډونوالو کارکوونکو څخه عملي او نظري ازموینه واخیستل شوه او په پایله کې به بریاليو کسانو ته په قانوني او رسمي توګه د موټر چلولو جوازونه ورکړل شي.

 

جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۸:۳۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند پرسونل لپاره د ټرافیکي زده کړو ښوونیز او روزنیز کورس پای ته ورسېد

یاد کورس، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مسوولینو په غوښتنه او د مرور شرطې عمومي ریاست په همکارۍ پیل شوی و، ګډونوالو ته په واټونو کې د اصولي تګ راتګ، د ټرافیکي اشارو، نښو، مقرراتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (لوګر، میدان وردګ) د لوګر ولایت د زندان کارکوونکو لپاره درې ورځنی روغتیايي سمینار پیل شو

د لوګر ولایت د زندان د صحي برخې کارکوونکو له لوري د یاد زندان د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي او روغتیايي معلوماتو د کچې لوړولو په موخه درې ورځنی سمینار پیل شو.

د سمینار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې

د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم. . .

BACK TO NEWS