د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند پرسونل لپاره د ټرافیکي زده کړو ښوونیز او روزنیز کورس پای ته ورسېد
یاد کورس، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مسوولینو په غوښتنه او د مرور شرطې عمومي ریاست په همکارۍ پیل شوی و، ګډونوالو ته په واټونو کې د اصولي تګ راتګ، د ټرافیکي اشارو، نښو، مقرراتو او د زندان اړوند وسایطو چلولو د څرنګوالي او ځینو نورو ټرانسپورټي تخنیکي ګټورو موضوعګانو په هکله لازم او هراړخیزه روزنه ورکول شوه.
په ورته وخت کې، د ټرافیکي روزنو د کورس په پای کې د کابل ولایت د مرور شرطې عمومي ریاست مسوولینو له لورې ګډونوالو کارکوونکو څخه عملي او نظري ازموینه واخیستل شوه او په پایله کې به بریاليو کسانو ته په قانوني او رسمي توګه د موټر چلولو جوازونه ورکړل شي.
جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
