د کندز ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۹
کندز

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداشان، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې اداري، د خوراکي موادو، حفظ الصحې، روغتیایي او امنیتي چارې له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته د خدماتو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دشت ارچي ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۷
Background image

د هلمند والي د یو پلاوي په مشرۍ د دې ولایت د  زندان څخه لیدنه وکړله.

د هلمند والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین "منصور" چې امنیه قوماندان محترم الحاج ملا امین‌الله "زبیر "د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین "عاطف" او یو شمېر نورو مسوولین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال له نویو ګومارل شویو استادانو سره ناسته وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق، په داسې حال کې چې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، مالي او بودجې . . .

BACK TO NEWS