د بلخ ولایت د زندان رئیس د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو څخه لیدنه او ارزونه وکړله
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په هدایت د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" او مل پلاوي سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو ته د سفر پرمهال د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو سره په جلا جلا توګه د کتنې په ترڅ کې يې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همداراز، د بلخ ولایت د زندان رئیس له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې قانوني او مشروع غوښتنو ته به یې د امکاناتو په حدودو کې رسېدنه وشي.
په پای کې، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد"د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو اداري، روغتیایي، تعمیراتي، امنیتي او خدماتي برخې، د زندانیانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی او نورې بېلابېلې برخې له نږدې و ارزولې او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
