د (۱۴۰۵) کال پلان د پلي کېدو او راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ناسته وشوه
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي ښوونې او روزنې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"او د مرکزي برخې یو شمېر نظامي مسوولینو هم ګډون درلود، د ۱۴۰۵ مالي کال د پلان د پلي کېدو او د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ۱۴۰۵ کال د پلان د پلي کېدو بهیر، د اړوندو نظامي چارو د لا ښه تنظیم، شته ستونزو او د چارو د لا اغېزمن پرمختګ په موخه پر اړینو موضوعاتو خبرې وشوې.
همداراز، د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه بحث او ټینګار وشو چې د نظامي برخې اړوند اوږدمهاله پروګرامونه او موخې دې د ادارې له عمومي تګلارې او اړتیاوو سره سم په منظم ډول ترتیب او پلي شي.
په پای کې، د نظامي چارو مرستیال د اړوندو مسوولینو د لا زیاتې همغږۍ، د پلانونو د پر وخت پلي کېدو او د چارو د کیفیت د لوړولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ربیع الثاني ۲۴/ ۱۴۴۸
د مقام د د فتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
