د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي او ملکي کارکوونکو لپاره د موټر چلونې لس ورځنی کورس پیل شو
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج قاري عبدالله همدرد په داسې حال کې، چې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، د یاد کورس د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل؛ د یاد کورس موخه د ادارې د نظامي او ملکي کارکوونکو د موټر چلونې د مهارتونو لوړول، د عبور او مرور اصولو او مقرراتو په اړه د هغوی د پوهاوي زیاتول او د موټرونو د خوندي او مسلکي چلونې لپاره د کارکوونکو وړتیا لوړول دي.
همداشان، د کارکوونکو چارو رئیس د کورس له ګډنوالو څخه وغوښتل څو له دغه فرصت څخه په کټې اخیستنې د عبور او مرور شرطې ریاست د استادانو له تجربو څخه ښه استفاده وکړي.
د یادونې ده، چې د کورس په بهیر کې به ګډونوالو ته د موټر چلونې عملي او نظري زدهکړې، د عبور او مرور نښو او اصولو پېژندنه، د موټر د تخنیکي برخو او لومړنیو ستونزو په اړه معلومات او د خوندي موټر چلونې اړوند اړینې لارښوونې وړاندې شي.
ربیع الثاني ۲۴/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
