د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړله
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج لوی پاسوال محمدکاظم طارق تېره ورځ په داسې حال کې چې د کندز د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې د لیدنې پرمهال له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې او د توقیفیانو د لا ښې ساتنې او پالنې لپاره یې د ځانګړې پاملرنې سپارښتنه وکړله.
داراز، یاد پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره وکتل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړله.
ربیع لاول ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
